امنیت

يو قومي مخور د وسله والوکسانو له خوا ووژل شو

کابل – باختر د ثور دمياشتې ٢٥
په غور ولايت کې د ناپيژاندو وسله والو کسانو په بريدکې يو قومي مخور ووژل شو.
د غور ولايت د دوه لينه ولسوال احمد حسين دانشيار د باختر آژانس خبريال ته وويل چې د غور ولايت د دوه لينه ولسوالۍ په مربوطاتوکې په يوه قومي مخور کله چې له جومات څخه خپل کورته روان و؛ د ناپيژاندو وسله والوکسانو له خوا بريد وشو او ووژل شو.
خبرځاى وويل: يرغلګر له پيښې وروسته له ساحې څخه په تيښتې بريالي شوي او د پوليسو له خوا د قضيې د عاملانو د نيولو لپاره د پلټنې عمليات پيل شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته