کابل باختر دتلي اتمه :
دکابل ترافيکو د پيښو دڅيړنې دامريت خبرتيا
ديوې اويا کلنې ميرمنې مړى چې سوررنګه جامې په تن کې دى عدلي طب ته ليږدول شوى دى .
دغه ميرمن پرون دکابل ښار دپل سوخته په ساحه کې دترافيکي پيښې له امله مړه شوې ده .
دارواښاد خپلوان او دوستان کولاى شي مړى له عدلي طب څخه تسليم شي .
او دزياتو معلوماتو دترلاسه کولو په خاطر په دهمزنګ کې دکابل ترافيکو دپيښو دڅيړنې امريت ته ورشي .او يا هم له ٠٢٠٢٥٠٣٧١١ شميره تيلفون سره اړيکه ونيسي . ختم_ ج _ اکرم