امنیت

يوه ښځه دطالبانو له خوا په ډزو سره ووژل شوه .

کابل باخترد غبرګولي شپږمه :
په سرپل ولايت کې يوه ځوانه ميرمن  دوسله والو طالبانو له خوا په صحرايي محکمه کې په ډزو سره ووژل شوه .
دسرپل ولايت دښځو دچارو رييسې نسيمې ارزو دباختراژانش خبريال ته وويل دغې ميرمنې چې دنارواجنسي اړيکو په جرم يې يوه موده په جيل کې تيره کړې وه په دې وروستيو وختو کې له جيل څخه ازاده شوې او دخپل ماما له خوا چې دطالبانو دډلې غړى وو په ډزو سره ووژل شو .
ويل کيږي چې دغه ميرمن  دسرپل ولايت  دصيادولسوالۍ دخواجه لمتو دکلي اوسيدونکې وه .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته