ورزش

د اوولس کلنو نجونو د فوټبال ټيم د هند له ټيم سره لوبه کوي

کابل باختر دوږي دمياشتې  ٣٠ :
د فوټبال  د اوولس کلنو نجونو ټيم سبا له خپلو هندي سيالانو سره لوبه کوي.
دا په هندکې د فوټبال په سياليوکې د هېواد د اوولس کلنو نجونو لومړۍ لوبه ده  چې له کوربه ټيم سره مخامخ کيږي.
د کابل د فوټبال فدراسيون مرستيال عبدالبصير قيومي د باختر آژانس خبريال ته وويل: د فوټبال سيالۍ تېره اوونۍ په هندکې پيل شوې او د افغانستان د اوولس  کلنو نجونو او د څوارلس کلنو هلکانو د فوټبال ټيمونه پکې ګډون کوي.
د يادونې وړ ده چې دغه سيالۍ کال په کال په هندکې ترسره کيږي او د سيمې  د هېوادونو ورزشي ټيمونه او د هند د ښوونځيو ورزشي ټيمونه پکې ګډون کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته