کابل باختر د سلواغې اووه ويشتمه :
په ننګرهار ولايت کې له سلګونو اړو کورنيو سره دخوراکي توکو او د لګښتي مالونو مرسته وشوه .
دغه کورنۍ سيمه ئيزې جګړه ځپلې او له پاکستان ځخه راستنې شوې دي .
دننګرهار ولايت دمهاجرينو دراستنولو دچارو رييس غلام حيدر فقير زي باختراژانس ته وويل چې په دې پړاو کې له څلور سوه اړو کورنيو سره مرسته شوې ده .
ده وويل دغه مرستې چې اوړه ، غوړي ، دال ، مالګه او ژمنۍ چامې پکې دي نړۍ دخوړو دسازمان او دپناه غوښتونکوپه چارو کې دملګروملتو دسازمان دعالي کميشنري له خوا برابرې شوې دي .
ويل کيږي چې په ننګرهار کې له اړو کورنيو سره دمرستې بهير دوام لري .
ختم_ عطاالله _ اکرم