نړۍ

دايران جمهوررييس دسرحدي ساتونکو په آزادۍ کې دپاکستان دجدي اقدام غوښتنه وکړه

_ تهران فارس نيوز  باختر دوري دمياشتې  ٨ :
دايران جمهور رييس حسن روحاني دپاکستان له صدراعظم نوازشريف سره په تيلفوني خبرو کې دايراني سرحدي ساتونکو دآزادولو لپاره ددغه هېواد دجدي اقدام غوښتنه وکړه .
دغه سرحدي ساتونکي  دتيرې ميلادي مياشتې په بهيرکې دجيش العدل دډلې له خوا له پاکستان سره  دايران په سرحدي   پوله   کې وتښتول شول اوديوه سيمه ييز مقام  دڅرګندونوله مخې دغه يرغمل اعدام شوي دي .
دايران نيمه رسمي  خبري  آ ژانس فارس هم خبرورکړ  چې  دايران دبهرنيو چارو   وزير محمد جواد ظريف  دملګروملتو دسازمان دعمومي منشي بان کې مون په نامه ديو ليک په ليږلو سره دغه انسان تښتونه ديو تروريستي عمل په توګه
غندلې ده.
دملګرو ملتو دسازمان سرمنشي هم  ديوې وينا په صادرولوسره    دانسان تښتونې  او دايران  ديو سرحدي ساتونکي د وژنې دعاملينو د  غندلو په ترڅ کې د  ايران له دولت  سره خپل پيوستون اعلام کړ او ددغې پيښې دعاملينو په باب  يې دعدالت  داجراکولو غوښتنه کړې ده .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته