سیاست

محمد کريم خليلي : دافغانستان ددولت اوخلکو تمه داده چې ګاونډيان يې دامنيت او ثبات په تامينولو او بيارغونه کې دافغانستان ددولت اوخلکو سره زياتې مرستې وکړي .

کابل _ باختر دمرغومي شپاړسمه :
دايران داسلامي جمهوريت دملي امنيت دشورا رييس نن له غرمې مخکې دجمهور رييس له مرستيال محمد کريم خليلي سره وکتل .
باختر اژانس ته دجمهوري رياست دمطبوعاتي دفتر دمعلوماتو له مخې ، په دې کتنه کې چې دايران داسلامي جمهوريت دملي امنيت دشورا يو شمير نور مسوولين او په کابل کې  ددغه هيواد سفير هم حاضر و دايران داسلامي جمهوريت دملي امنيت دشورا رييس سعيد جليلي دافغانستان او ايران دخلکو پراخو تاريخي ، فرهنګي اوژبنيو مشترکاتو ته داشارې په ترڅ کې ددواړو هيوادونو اړيکې ژورې او دوستانه وبللې او په بيلابيلو برخو کې يې ددواړو هيوادونو داړيکو په پياوړتيا او پراختيا باندې ټينګار وکړ .
دايران  دملي امنيت دشورا رييس دغه راز دپرمختګ او ثبات په برخو کې په تيرو لسو کلونوکې دافغانستان ددولت او خلکو برياليتوبونه مثبت وبلل او په افغانستان کې دثبات او امنيت درامنځته کولو په لاره کې يې دخپل متبوع هيواد په ملاتړ ټينګار وکړ .
  ده د غه راز څرګنده کړه چې دافغانستان خلک دپرمختګ او ترقي په لاره کې ښه ظرفيتونه لري چې دمناسبو زمينودبرابرولو په صورت کې کولي شي زيات برياليتوبونه ترلاسه کړي .
په دې کتنه کې دجمهور رييس مرستيال  محمد کريم خليلي هم ددواړو هيوادونو ترمنځ اړيکې تاريخي او دوستانه وبللې او دافغانستان په بيا رغونه کې يې دايران داسلامي جمهوريت دمرستو له امله مننه او قدرداني وکړه .
  دجمهور رييس مرستيال دغه راز  څرګنده کړه چې افغانستان په  ٢٠١٤کال کې دجمهوري رياست دانتخاباتو دترسره کولو ، دامنيتي مسووليتونو دبشپړ منلو او له اقتصادي پلوه په خپلو پښو ددريدو په لاره کې ټينګ  عزم او اراده لري او دافغانستان ددولت او خلکو هيله هم داده چې ګاونډيان يې دامنيت او ثبات دتامينولو او بيا رغاونې په برخو کې دافغانستان له خلکو او دولت سره زياتې مرستې وکړي .
  ده دغه راز څرګنده کړه چې افغانستان به هيڅکله خپلو ګاونډيانو ته کومه ستونزه رامنځته نه کړي او دافغانستان ددولت هلې ځلې  او اراده هم له خپلو ګاونديانو سره ددوستانه او ورور ګلويزو اړيکو لرل دي .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته