ټولنه

په سلګونو تنه ځوانان د مسلکي ښوونکو په توګه فارغ شول

کابل باختر دوري دمياشتې ١١:
اووه سوه پنځه پنځوس تنه ځوانان د بغلان ولايت د ښوونکو د روزنې له عالي موسسې څخه د مسلکي ښوونکو په توګه فارغ شول.
د بغلان د ښوونکو د روزنې د عالي موسسې تدريسي مرستيال  الله محمد نوري د باخترآژانس خبريال ته وويل: د مسلکي ښوونکو په توګه د دغو ځوانانو فراغت په ښوونځيوکې د مسلکي ښوونکو د کمښت د لرې کولو او په ښوونځيوکې د باکيفيته تدريس د پرمخ بيولو په لاره کې اغيزه لري.
خبرځاى زياته کړه: دغه ځوانان  د ديني علومو، رياضي، سيانس، د پښتو، دري او انګليسي ژبو د ادبياتو او د ټولنيزو علومو له ديپارتمنټونو څخه فارغ شوي دي.
د يادونې وړ ده چې د ښوونکو د روزنې موسسې د مرکزې بغلان، خوست، دهنه غوري، خنجانو، دوشي او د اندرابونو په ولسواليو او په پلخمري ښارکې فعاليت لري او د دغو مرکزونو په فعاليدو سره ځوانانو او په تېره بيا نجونو ته د لوړو زده کړو زمينې برابرې شوې دي.
نوري په دې ترڅ کې چې د ښوونکو د روزنې د عالي موسسې د استادانو شمېر ٤٦ تنه وښوده؛ د درسي کتابونو د نشتوالي يادونه هم وکړه او څرګنده يې کړه چې د درسي کتابونو نشتوالى د ښوونکو د روزنې عالي موسسې ته د جدي ستونزو د رامنځته کولو سبب شوى دى.
د يادونې وړ ده چې د بغلان د ښوونکو د روزنې موسسه په١٣٧٠ کال کې په فعاليت پيل وکړ چې تر اوسه پورې  ١٩دورې  فارغان  ټولنې ته  وړاندې کړي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته