فرهنګ

تاريخي څلي بايد په ښه توګه وساتل شي

کابل – باختر د زمري دمياشتې ٤
د شمرق تاريخي څلى چې د پلخمري ښارته څېرمه موقعيت لري، تر اوسه پورې طالبانو ونه کړاى شول، پر هغه واکمني ولري، خو د جوي اغيزو له امله يې د ورانيدو امکان شته .
سره له دې چې دغه تاريخي څلى، د باميانو د بودا له مجسمو وروسته د هېواد په کچه دويم لرغونى او تاريخي لقب ګټلى دى او ځانګړى ارزښت لري، له بده مرغه دولت ، د هغه د ساتنې او مرمت کولو په برخه کې تر اوسه پورې هيڅ اقدام او عمل نه دى کړى .
دغه راز د تودوخې او سړښت په ګډون د جوي حالاتو د اغيزو په پام کې نيولو سره د هغه د ورانيدو او خرابيدو امکان شته .
د بغلان ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د فرهنګي ميراثونو د ساتنې مسوول کريمداد رحيمي باختر آژانس ته خبر ورکړ :
دغه څلى د فيل، ښامار، لوى او کوچنى آس ، (کُره) د فلفل او راهب ونه چې په چوکاټ کې د تيريدو په حال کې دى، د غره په زړه کې کيندل شوى دى چې په ١٣٨١ کال کې د سيمې د خلکو په همکارۍ د اطلاعاتو او فرهنګ رياست له خوا کشف شوى دى او د څوارلسو کلونو په تيريدو سره د بي بي په زيارت مشهور شوى دى چې د ٠١١٢ قطعې له پوستې پرته د هغه د ساتنې او مرمت کولو په برخه کې کوچنى اقدام نه دى شوى او آن دغه تاريخي سيمه سړک هم نه لري او ننداره کوونکي او سيلانيان چې د تفريح  لپاره ورځي، په ستونزمن ډول کولاى شي هلته ورسيږي.
رحيمي وويل: په بغلان ولايت کې درې سترې تاريخي سيمې چې د سرخ کوتل غونډۍ، چمقلعه او شمرق دي ، پنځه ويشت نورې تاريخي سيمې شته چې له بده مرغه په دې وروستيو وختوکې طالبانو د چمقلعه سيمه نيولې او دغې سيمې ته هم زيات زيان اوښتى دى .
دى له دولت څخه غواړي چې د دغو لرغونو او تاريخي او ارزښتناکو سيمو د بيارغاونې او ساتنې لپاره کلک اقدامات ترسره کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته