اقتصاد

د جمهور رئیس غني په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمیسیون غونډه جوړه شوه

کابل_باختر د مرغومي د مياشتې٤مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور رئیس محمد اشرف غني په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمیسیون غونډې چې تېر ماښام په ارګ کې جوړه شوه، پر ۱۲ قراردادونو بحث او مشخصې پرېکړې وکړې.
د جمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
پروژې او پرېکړې په لاندې ډول دي:
– د کابل ښاروالۍ اړوند د کابل ښار وزیر اباد کانال جوړولو منظوري؛
– د ګرشک – چاه انجیر پروژې څارنې قرارداد د مودې غځولو تائید؛
– د کاپیسا ولایت د کوهبند ولسوالۍ دُر نامه کلي د ۱۳ کیلو متره سرک پخولو مودې د غځولو تائید؛
– د ۱۳۹۷ مالي کال نوي قراردادونو پورې د کورنیو چارو وزارت د جيلونو او توقیف خونو د عمومي ریاست اعاشوي او محروقاتي قراردادونو د تعدیل تائید؛
– د سید جمال الدین افغان دارالمعلمین کمپلکس د نجونو او هلکانو لیلیې ودانۍ جوړولو پروژې مودې غځولو اعاده؛
– په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت ودانۍ جوړولو پروژې لپاره د نظارتي کمپنۍ استخدام قرارداد اعاده؛
غونډې د بغلان ولایت د خنجان او اندراب ولسواليو د ۰،۴ کیلو ولټ شبکې اړتیا وړ برقي تجهیزاتو تدارک قرارداد رد کړ او لارښوونه یې وکړه چې یاد قرارداد دې بیا داوطلبۍ ته وړاندې شي؛
همدارنګه د کورنیو چارو وزارت موظف کړى شو چې د ۱۳۹۷ کال قراردادونو ارزونه ګړندۍ او چټکه کړي او د عامه محافظت تصدۍ د اعاشوي او محروقاتي  قراردادونو په اړه د هغه وزارت د وړاندیز په اړه لارښوونه وشوه چې د ۱۳۹۷ مالي کال د قراردادونو په اړه د عاجلې اړتیا د رفع کولو په موخه  اقدامات وکړي.
د هېواد جمهور رئیس وویل: په نوي مالي کال کې به د شرکتونو د ذي نفع مالکیت تشخیص او د هغوی مالیاتي تصفیه او د پانګونې لپاره قرارداد به د یو نوي اصلاحي  مېتود او د شفافیت د پیاوړتیا په توګه په پام کې ونیول شي.
په دې غونډه کې له اداري فساد سره د مبارزې پارلماني کاکس، د افغانستان د روڼتیا د څار، د ملي شورا د اقتصادي کمیسیونونو، سیګار او سیستیکا ادارو ملي او نړيوالو څارونکو هم حضور درلود.#
پاى_ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته