کابل باختردزمري دمياشتې ٩ :
د انتخاباتو د خپلواک کميسيون نهه تنه نوى غړي چې د جمهور رييس حامدکرزي له خوا ټاکل شوي دي؛ نن ددغې ادارې کارکوونکوته ور وپيژندل شول.
دباخترآژانس دخبريال دخبرله مخې :
په هغې غونډه چې له همدې امله دانتخاباتو دخپلواک کميسيون په تالارکې جوړه شوې وه، قضاوتپوه فضل احمد معنوي د دغې ادارې دشپږکلنو کړنو او فعاليتونو يادونه وکړه او ويې ويل چې د انتخاباتو په خپلواک کميسيون کې بنسټيز کارونه شوي دي او هغو کسانو ته چې له موږ وروسته دغه مهم ملي مسووليت په غاړه اخلي ، لاره آواره شوې ده . يعنې ځينې کارونه نشته چې له صفر څخه پيليږي .
ده څرگنده کړه چې پنځه کلن ستراتيژيکي پلان جوړشوى دى.د جمهوري رياست دانتخاباتو عملياتي پلان تصويب شوى دى اودانتخاباتو دبودجې په باب کارشوى دى او د دونرونو ژمنه شته .
ټاکل شوې ده ډير ژر د انتخاباتو دخپلواک کميسيون نه تنه نوى غړي د يوې جلا غونډې په ترڅ کې خپل رييس او مرستيالان انتخاب کړي.
0 1 دقیقه لوستل