ورزش

د پنجشير ولايت لوبغالى پرانستل شو

_  کابل باختر دمرغومي دمياشتې  ١٠ :
د اصلاحاتو او ښې حکومتوالى په چاروکې د جمهوررييس فوق العاده استازي  احمدضيا مسعود نن د پنجشير ولايت په مرکزکې د مارشال محمدقسيم فهيم  لوبغالى پرانست.
د مارشال محمدقسيم فهيم لوبغالى د بدني روزنې او ورزش رياست له پرمختيايي بودجې څخه د څه د پاسه ١١٥مليونو افغانيو په لګښت په پنځو کلونوکې د ٢٦ زره ٦٥٠ متره مربع ځمکې په ساحه کې په نړيوالو معيارونو سره  جوړ شوى دى  او ١٨ زره تنه ننداره کوونکي پکې ځاييږي.
د پنجشير ولايت د بدنې روزنې او ورزش د رياست د خپرونو آمر احساس نيرو  د باخترآژانس خبريال ته وويل: په هغې غونډه کې چې له همدې امله جوړه شوې وه؛  احمدضيامسعود په وروستيو کلونوکې د ورزشکارانو برياليتوبونه د هېواد لپاره ستر وياړ وباله او ويې ويل چې د پاملرنې وړ يوازينى برياليتوب هغه وياړنې دي چې په وروستيو کلونوکې  ورزشکارانو له بهرنيو سياليو څخه د افغانستان په نامه ثبتې کړې دي.
د اصلاحاتو او ښې حکومتوالى په چاروکې د جمهوررييس فوق العاده استازي څرګنده کړه چې د دغه ستر لوبغالي په جوړيدوسره د پنجشير د ځوانانو ترمنځ د ورزش د ودې لپاره ښه زمينه برابره شوې ده او هيله ده چې ددغه ولايت له ځوانانو څخه ځلانده ورزشي څيرې د هېواد په ورزشي کاروان کې سر پورته کړي.
په دې غونډه کې دمشرانو جرګې لومړي نايب محمد علم ايزديار هم خبرې وکړې  او ورزش يې د خلکو  په تيره بيا د ځوانانو د روغتيا او سلامتيا ضامن وباله او څرګنده يې کړه چې د دغه لوبغالي په جوړيدو سره په دغه ولايت کې د فوټبال، واليبال  او بسکتبال د څانګو د ورزشي ټيمونو د ودې زمينه برابره شوې ده .
د مشرانو جرګې لومړي نايب ورزش د خلکو ترمنځ د يو والى او پيوستون څرګندوى وباله او ويې ويل: يوازينۍ پديده چې په مثبت ډول د افغانستان په معرفي کولوکې يې ارزښتناک رول لوبولى دى؛ د هېواد د ورزشکارانو د څو وروستيو کلونو  همدغه برياليتوبونه دي .
په دې غونډه کې د بدني روزني او ورزش لوى رييس کرام الدين کريم هم خبرې وکړې او ويې ويل چې د پنجشير د ورزشکارانو ترمنځ د ورزش د پرمختيا په برخه کې به  هر اړخيزې هلې ځلې وکړي .
په دې غونډه کې د ملي شورا يو شمېر استازو، د سيمه ييزو ادارو رييسانو او د هېواد ورزشي مسوولينو او ورزشکارانو ګډون کړى و چې دپنجشير د ورزشکارانو له خوا په ورزشي نمايشاتو سره پاى ته ورسيده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته