سیاست

تبصره :

کابل باختر دسلواغي دويمه :
د سلواغې د مياشتې له لومړۍ نيټې څخه د ملي شورا د دواړو مجلسونو د غړو ژمنۍ رخصتې پيل شوې او دابه د ملي شورا وکيلانو ته فرصت وي چې له خپلوموکلينو سره وګوري او د هغوى نظريې او ستونزې وڅيړي.
دباخترآژانس مبصر ليکي: دملي شورا د دواړو مجلسونو غړي د سلواغې د مياشتې له لومړۍ نيټې څخه خپلو ژمنيو رخصتيو ته لاړل. که چيرې د يوه وکيل او يا د شورا د يوه غړي د کار په معنوي اړخونو نظر واچول شي؛ وکيلان اصلا رخصتي نه لري. ځکه يواځې د ملي شورا په مجلس کې دوه تالارونه د هغوى د کار ځاى نه دى. په هر ځاى کې او په هر وخت د دوى د دندې او کارځاى دى. ځکه هغوى خپلو خلکو ته د خدمت ژمن دي او د همدې ژمنې  له مخې د خلکو اعتبار  ترلاسه کوي او په ملي شوراکې چې هغه دملت کور بلل کيږي؛ د هغوى استازيتوب کوي.
پنځه څلويښت ورځې چې د ژمنيو رخصتيوپه توګه ياديږي؛ د دې فرصت برابروي چې د خلکو وکيلان له خپلو موکلينو سره له نږدې وګوري او د هغوى ستونزې، غوښتنې او نظريې واوري او د حلولولپاره يې لارې چارې ولټوي.
دا ځلې د خلکو د وکيلانو د رخصتې ورځې ټيک په داسې وخت ترسره کيږي چې د افغانستان خلک په خپل هيوادکې د جمهوري رياست او د ولايتي شوراګانو د انتخاباتو د ترسره کولو لپاره تياري نيسي. په داسې حال کې چې يو زيات شمېر خلک په تيره بيا کليوالي خلک د انتخاباتو او د هغو د ښيګڼو په اړوند دومره معلومات نه لري.
دغه راز د امنيتي ستونزو زياتوالى، په هيواد په تېره بيا په کليوالي سيموکې د وزګارتيا زياتوالى او ځينې سيمه ئيزې او ټولنيزې ستونزې هغه موارد وي چې بايد وکيلان له خپلوموکلينو سره د هغو په باب خبرې وکړي .
ځکه د افغانستان د خلکو ستونزې له هغې اندازې څخه زياتې دي چې فکر يې کيږي. د هغو د لرې کولو لپاره د لاروچارو لټول تعقل، همغږۍ او ګډ کار ته اړتيا لري او د خلکو وکيلان دي چې کولى شي په دغه شان حساس حالت کې خلک رهبرى کړي او هغه مکلفيتونه او ژمنې يې چې د انتخاباتي مبارزو په وخت کې يې  له خپلوخلکوسره کړې دي؛ له نظرڅخه تيرې کړې او قضاوت وکړي چې د خپلو ژمنوکوم موارد يې عملي کيږي؟
له بده مرغه د هغو خلکو شمېرچې وايي وکيل او يا وکيلانو يې دوى ته کوم کار نه دى کړى؛ کم نه دى. يوشمېرخلک په خپلووکيلانو تور لګوي چې دوى د خلکو په وړاندې خپلې ژمنې هيرې کړې دي. آن يوشمېر وکيلانو له انتخاباتو وروسته نور له خپلوموکلينوسره هيڅ نه دي ليدلي.
دغه راز دغه ادعاګانې شتون لري چې ګنې يوشمېر وکيلان  د رخصتيو په ورځو کې له خپلو موکلينو سره د ليده کاته پرځاى زياتره بهرنيو سفرونو ته ځي چې له شک پرته دغه شان چلندبه نه يواځې د وکيلانو او د هغوى د موکلينو ترمنځ د واټن د پيداکيدوسبب شي، بلکې وکيلان د خلکو په وړاندې بې باوره کوي. دغه راز وکيلان به  د خپلو موکلينو د ستونزو په باب بې خبره پاتې شي.
هيله ده د خلکو محترم وکيلان د ژمنيو رخصتيو ورځې د خپلو موکلينو له ستونزو سره د بلدتيا لپاره يو فرصت وبولي او د هغو د له منځه وړلو لپاره کار او مبارزه وکړي چې وکولى شي د خلکو ترمنځ خپل اعتبار لازيات پياوړى کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته