کابل – باختر دلړم دمياشتې ١٣
دجمهوري رياست عالي مقام ديو حکم په ترڅ کې دلوګر ولايت دامنيه قوماندان په توګه دمل پاسوال عبدالحکيم اسحق زي ټاکنه منظوره کړې ده.
دچارو د ادارې او د وزيرانو شورا د دارلانشا دلوى رياست د اطلاعاتو او عامه اړيکو رياست باختر آژانس ته خبرورکړ :
د دندې دښه اجراکولو په خاطر او دکورنيو چارو د وزارت په وړانديز دلوګر ولايت دامنيه قوماندان په توګه دمل پاسوال عبدالحکيم اسحق زي ټاکنه او له دندې څخه دمل پاسوال عبدالصبور نصرتي ګوښه کول او د پيژنتون رياست په فعال احتياط کې د ده ټاکنه دجمهوري رياست دعالي مقام له خوا منظور شوې ده .
0 د یوې دقیقې څخه لږ