ټولنه

په سرپل کې بې ځايه شويو کورنيو دنغدو پيسو او جامو مرسته ترلاسه کړه .

کابل باختر د ليندي  ديارلسمه :
په سرپل کې پرون له څه دپاسه يو زرو پنځه سوه داخلي بې ځايه شويو کورنيو سره مرسته وشوه .
دسرپل ولايت دمهاجرينو دراستنولو دچارو رييس عبدالاحد اقبال باختراژانس ته وويل  چې دمهاجرينو په چارو کې دملګروملتو دسازمان دعالي کميشنري دفتر ددغه ولايت دمهاجرينو دراستنولو دچارو رياست په همکارۍ  له يوزرو  پنځه سوه داخلي بې ځايه شويو کورنيو  سره چې دوروستيو ناامنيو له امله له خپلو کورنو او مينو  څخه بې ځايه شوي دي او دسرپل په مرکز کې يې استوګنه غوره کړې ده مرسته وکړه  چې  هرې کورنى ته دوه سوه امريکايي ډالره ، څلور شړۍ  او يوانډى  ژمني جامې ورکړى شوې .
ددغو کورنيو  يوه غړي سيد امين له دغو مرستو څخه په  مننې سره وويل  په اوس وخت کې زموږ اساسي ستونزه داستوګنځي نشتوالى دى ځکه زياتره ماشومان دهوا دسړښت له امله په ډول ډول ناروغيو اخته شوي دي .
ده له مرکزي حکومت او له سيمه ئيزو چارواکو څخه په خپلو سيمو او ټاټوبو  دامنيت دتامينولو غوښتنه وکړه او ويې ويل مرستې لنډ مهاله دي که چيرې امنيت تامين نه شي زموږ ستونزې به لاپسې  زياتې شي .   ختم_ سعيده _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته