امنیت

په جوزجان ولايت کې د دوه تنو وسله وال طالبانو وژل کيدل

کابل باختر دچنګاښ  اته ويشتمه :
دوه تنه وسله وال طالبان پرون  په فارياب ولايت کې  له امنيتي ځواکونوسره په نښته کې ووژل شول او يو تن بل يې ټپي شو .
دفارياب ولايت دکوهستاناتو ولسوال امام يار تقوا دباختراژانس خبريال ته وويل: دغه جګړه دکوهستاناتو ولسوالۍ دبندر په سيمه کې هغه وخت ونښته چې وسله والو طالبانو دپوليسو په امنيتي پوستې  وسله وال بريد وکړ اوله امنيتي ځواکونوسره په نښتوکې دکوهستاناتو ولسوالۍلپاره دطالبانو نومول شوي. ولسوال مولوي عبدالرزاق  او يو تن ملګري يې ووژل شول او يو تن بل يې ټپي شو .
  دخبرځاى دڅرګندونو له مخې په دي نښته کې امنيتي ځواکونو ته دسرزيان نه دى اوښتى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته