ښوونه او روزنه

دلوړو زده کړو وزارت خبرتيا:

کابل – باختر دمرغومي دمياشتې ٧
دلوړو زده کړو وزارت خبرتيا:
د دولتي اوخصوصي په ګډون د هيواد د مرکز او ولايتونودتحصيلي مرکزونو هغو
ټولومحصلانوته چې له يوتحصيلي مرکز څخه بل تحصيلي مرکزته د بدلون غوښتنه  ولري خبر ورکول  کيږي  چې دمحصلانو د لالهاندي دمخنيوي او بدلون په لايحه کې دليکل شويو شرايطو له مخې دغه ټکې دې په جدي توګه په پام کې ونيسي  :
١ –  په برياليتوب سره د لومړي تحصيلي کال د دوو سمسترونو تيرول.
٢ – دنارينه و لپاره په نظروړ مرکز کې دهماغه کال دکانکور دمعياري نمروبشپړول.
٣-د دواړو تحصيلي مرکزونو موافقه.
٤ – د بدلون معيار دمرغومې دمياشتې له پيل څخه د دوو مياشتو لپاره  ټاکل شوى دى  هغه کسان چې دبدلون غوښتنه ولري کولاى شي دبدلون دلايحې دمواردو په پام کې نيولو سره چې د لوړو زده کړو وزارت په ويب پاڼه کې شته عمل وکړي او دبدلون حوزې د پړاونو دبشپړولو په مقصد دې دلوړوزده کړو وزارت دمحصلانو دچارو رياست او دخصوصي لوړو زده کړو دموسسو رياست ته ورشي او دمقاماتو او په ملي شورا کې د خلکو د وکيلانو د مزاحمت سبب  نه شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته