نړۍ

دجنوبي افريقا پخوانۍ جمهور رييس مړ شو.

جوهانسبورګ – باختر دليندۍ دمياشتې ١٥
د  اپارتايد پرخلاف د غورځنګ مشر او د جنوبي افريقا پخوانۍ جمهور رييس نلسن مانديلا تيره شپه دپنځه نوى کلنۍ په عمر د دغه هيواد د جوهانسبورګ     په ښارکې مړ شو.
نلسن مانديلا د جنوبي افريقا لومړنۍ تورپوستى او منتخب جمهور رييس و چې
له ١٩٩٤ کال څخه دپنځو کلونو لپاره جمهور رييس و .
زيات خلک هغه دجنوبي افريقا پلار بولي او په ټوله نړۍ کې له اپارتايد سره دمبارزې د اتل په توګه پيژندل کيږي.
دجنوبي افريقا جمهور رييس ژاکوبه زوما ديوې ټلويزيوني وينا په ترڅ کې دنلسن مانديلا دمړينې دخبرو اعلامولو په ترڅ کې زيات کړه چې زموږ ملت خپل ډير ستر زوى له لاسه ورکړى دى .
نلسن مانديلا په لسګونه کلونه داپارتايد يا د نژادى توپير دنظام پرخلاف مبارزه وکړه   او ٢٧ کاله   يې په   جيل کې تيره   کړل او د  نژادي   توپير  پرخلاف د  خپلو  سوله ييزو مبارزو په خاطر يې په ١٩٩٣ کال کې دنوبل دسولې جايزه  ترلاسه کړه.
دى په وروستيو مياشتو کې څو ځلې د سږو دناروغۍ له امله په روغتون کې بستر شوى  و .
ټاکل شوې  ده نلسن مانديلا ته دښخولو ملي مراسم  پرځاى شي او ترهغه  وخته پورې  به  دجنوبي افريقا بيرغ  نيم ځوړنډ وي  .
دنلسن مانديلا دمړينې دخبر په اعلامولو سره خلک له ملي  بيرغونو سره  د ده دمړينې سيمې په  وړاندې راټول شول .
نلسن مانديلا دجمهور رييس په توګه په جنوبي افريقا کې د ټولو نژادونو ترمنځ ملي روغې جوړې ، ګډ  ژوند او همکارۍ  په لاره کې هلې ځلې وکړې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته