اقتصاد

د ټاپي پروژې تګلوري د ځمکې د سروې او تثبيت لپاره هرات ته د يوه پلاوي سفر

 کابل/ دتلې ٤مه / باختر
د هېواد د ښارجوړولو او ځمکو وزارت پلاوى د ټاپي تګلوري د ځمکې د سروې او تثبيت په موخه د هرات ولايت ته ورسېد.
دغه دولس کسيز پلاوى چې نن يې د هرات له والي عبدالقيوم رحيمي سره وکتل؛ هيله څرګنده کړه چې په يوه مياشته کې د ټاپي تګلوري د اوسېدونکو د ملکيت د سروې، د ارزښت د ټاکنې او د تثبيت حق ترسره کړي.
د هرات ولايت د ځمکو ادارې رييس حارث اختر زاده وايي چې دغه پلاوى په لومړي ګام کې له ځمکنيو او هوايي نقشو څخه په ګټې اخيستنې سره د تګلوري ځمکه، شخصي او دولتي ځمکې تفکيک او وروسته به له نوي قانون سره سم چې د تدوين په حال کې دى؛ استملاک ترسره کړي.
د هرات والي د ټاپي پروژه په هېواد او سيمه کې يوه ډېره ستره بنسټيزه پروژه وبلله او د پلاوي د کار د پرمختګ لپاره يې هر راز همکاري اعلام کړه.
ختم- ف- اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته