کابل باختر د غبرګولي څلورمه
دمحمد داود اساس په مشري دمولوي ارسلان رحماني دشهادت دڅيړنې او مشاهداتو د کميټې غړو دکابل ولايت په امنيې قوماندانۍ کې دکابل ولايت له امنيه قوماندان او جنايي جرمونو پرخلاف دمبارزې له رييس سره وکتل .
دمشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر باختر اژانس ته خبر ورکړ.
په دې کتنه کې دکابل ولايت امنيه قوماندان څرګنده کړه د مولوي ارسلان رحماني دشهادت په اړوند يې له هيڅ ډول همکاري څخه ډډه نه ده کړې اوزياته يې کړه دمولوي رحماني قتل يو سياسي قتل و په دې اړوند به له خپلو هلوځلو څخه ډډه ونه کړي .
وروسته دکابل ولايت دجنايي جرمونو پرخلاف دمبارزې رييس هغه سندونه او مدارک چې دمولوي ارسلان رحماني دشهادت په اړوند يې برابر کړى و د څيړنې دهيئت په واک کې ورکړل او دغه راز څرګنده يې کړه په لومړي پړاو کې ستونزې موجودې وې . اوکه چيري دټاکلي کميټې همکاري وي ، موږ کولاي شو دمولوي ارسلان رحماني دقتل موضوع بيا وڅيړو او وروستي نتيجې ته ورسيږو .
په دې سربيره دکابل ولايت دامنيې قوماندانۍ دتروريزم پرخلاف دمبارزې مدير څرګنده کړه په دې اړوند تحقيقات دوام لري او له پيښې څخه مخکې کوم خبر نه و ترلاسه شوى .