امنیت

د افغان ځواکونو ځانګړې قطعې په هلمند ولایت کې عملیات ترسره کړل

قندهار باختر د مرغومې ۹ مه د قندهار ولایت د ځانګړې قطعې ځواکونو د هلمند ولایت د ګرشک ولسوالۍ د میرمندو په کلي کې عملیات ترسره کړل چې پر مهال یې درې تنه وسله وال طالبان وژل شوي او اووه تنه نور نیول شوي دي. د قندهار د والي ویاند عزیز احمد عزیزي د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته وویل چې په ترسره شویو عملیاتو کې د درېیو تنو وسله والو د وژل کېدو او د اوو تنو نورو د نیول کېدو سربېره د طالبانو د ماین جوړولو درې مرکزونه، لس خونې او یوه زیاته اندازه مهمات، وسلې، چاودیدونکي توکي او نقلیه وسایط هم له منځه وړل شوي دي. ویل کېږي د تېرې شپې په ترسره شویو عملیاتو کې افغان ځواکونو او ملکي وګړو ته زیان نه دی اوښتی. پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته