ښوونه او روزنه

شپاړلس تنه ښځې او نارينه ليک او لوست زده کوي .

کابل باختر د وږي اته ويشتمه :
دبغلان ولايت په مرکز او اړوندو ولسواليو کې  څه ناڅه  شپاړلس زره تنه  دليک لوست دزده کړې  په کورسونو کې په زده کړه بوخت دي .
  دبغلان ولايت  دپوهنې رياست دليک لوست دزده کړې آمر  قادر جمشيد دباختراژانس له سيمه ئيز خبريال سره په مرکه کې وويل:  په دغه ولايت کې  دليک لوست دزده کړې پروګرام  په دوو برخو کې  فعاليت لري  چې يوه برخه يې ديونسکو دساحوي دفتر  په مالي  همکارۍ او بله برخه يې دپوهنې  دوزارت له خوا  پرمخ وړل کيږي .
  دليک لوست دزده کړې آمر زياته کړه هغه برخې چې ديونسکو دساحوي دفتر په همکارۍ  پرمخ وړل کيږي  د مرکزي بغلان ، دوشي ، خنجانو ، بڼو ، تاله اوبرفک ، خوست او دګذرګاه نور ولسوالۍ پکې شاملي دي.
  ده زياته کړه  لس زره څلور سوه اووه څلويښت تنه  په درې سوه اووه څلويښتو کورسونوکې دليک لوست په زده کړه بوخت دي چې له  دې جملې څخه  اووه زره نهه سوه  اتيا تنه يې  ميرمنې دي .  چې دلوست چارې يې  ددرې سوه اته څلويښتو تنو ښوونکو له خوا پرمخ بيول کيږي .
دبغلان ولايت دپوهنې رياست  دليک لوست  دزده کړې آمر زياته کړه  دهغو کورسونو تر څنګ  چې ديونسکو دساحوي دفتر له خوا  پرمخ وړل  کيږي  دبغلان ولايت  د  پوهنې رياست  دليک لوست دزده کړې امريت  ددغه ولايت  په پنځلسو اداري واحدونوکې  دليک لوست دزده کړې  دوه سوه يوپنځوس کورسونه جوړ کړي دي . چې شپږ زره  ښځې او نارينه پکې په زده کړه بوخت دي .چې دلوست چارې يې  ديوسلو شپږ پنځوس  تنو ښوونکو له خوا پرمخ وړل کيږي .
ختم_ ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته