امنیت

څلور تنه طالبان له پوليسو سره په جګړه کې ووژل شول.

کابل – باختر د وږي دمياشتې ٣١
څلور تنه وسله وال طالبان پرون په هلمند ولايت کې له امنيتي ځواکونو سره په نويو نښتو کې ووژل شول.
دهلمند دوالي وياند محمد عمر ځواک باختر آژانس ته خبر ورکړ:
دغو طالبانو غوښتل په ګرشک ولسوالۍ کې دپوليسو پر امنيتي پوستو بريدونه وکړي او له پوليسو سره ونښتل چې په پاى کې څلور تنه وسله وال طالبان ووژل شول او درې تنه نور ټپيان شول.

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته