امنیت

دامنيتي حالت په ښه والي کې دهرات دپوځي مقاماتو دهلې ځلې ستاينه .

کابل باختر د ثور اتمه :
دجمهور رييس جګپوړي  سلاکار دهرات ولايت  دامنيتي او ټولنيز حالت له ښه والي څخه خوښي  څرګنده کړه .
دجمهور رييس سلاکار  وحيد الله سباوون چې هرات ولايت ته سفر کړى دى دهرات له والي  محمد اصف رحيمي سره په کتنه کې دشاهين قول اردو په قوماندانۍ کې دوروستيو تروريستي بريد  دغندلو په ترڅ کې په هېواد کې دسولې دتامينولو په خاطر دعا وکړه .
ده دامنيت دتامينولو ، بيا رغاونې   ، ښوونې او روزنې او دروغتيا سکتور په پراختيا کې   دهرات دوالي له هلو ځلو څخه هم قدرداني وکړه او ټينګار وکړ چې دهرات لوړ فرهنګ او ملي روحيه ايجابوي  تر څو دخپل ژوند دحالت دښه والي په خاطر له ټول توان څخه ګته واخستل شي .
په مقابل کې دهرات والي هم دښاغلي سباوون او ملګري هيئت ته يې دمننې په ويلو سره  څرګنده کړه  چې تر هغو ورځو پورې  چې په هرات کې دي  سفر يې بريالي وي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته