سیاست

دلندن کنفرانس نن په خپل کار پيل وکړ

کابل باختر د ليندۍ دمياشتې  ١٣ :
دلندن نړيوال کنفرانس نن  دافغانستان اوبريتانيا دحکومتونوپه ګډ کوربه توب پيل شو.
دباخترآژانس دخبرله مخې :دغه مهم نړيوال کنفرانس دبريتانيا دبهرنيو  چارو دوزير فليپ هاموند اودافغانستان داسلامي جمهوريت داجرائيه رييس ډاکتر عبدالله عبدالله په ويناو سره  پيل شو.
ډاکتر عبدالله عبدالله وويل  :  موږ دنړيوالې ټولنې  د ژمنې  دبيا ترلاسه کولو لپاره  لندن ته راغلي يو.
ډاکتر عبدالله دهېواد دحالاتو او دملي وحدت د حکومت داصلاحي پروګرامونو  ، دمتخصص او  اغيزمن  حکومت د جوړولو  ،. له فساد سره دمبارزې ، دامنيتي ځواکونو دپياوړتيا او سمبالولو ، له طالبانو  او تروريستي ډلو سره   دمبارزې   او دسيمې  له هېوادونو او له نړيوالې ټولنې سره دهمکاريو دلاښه والي په اړوند خبرې وکړي .
دبريتانيا دبهرنيو چارو وزير وويل :   ددغه کنفرانس هدف   دتوکيو د کنفرانس له مادوسره دنړيوالې ټولنې   بيا ژمنه ده .
دتوکيو  په غونډه کې   له افغانستان سره  مرستندويو هېوادونو  ژمنه وکړه  که چيرې دافغانستان حکومت په بيلابيلو برخو کې  اصلاحات رامنځته کړي او دښې  حکومتوالۍ په برخه کې پرمختګ ولري ، له افغانستان سره به  دشپاړلسو ملياردو ډالرو مرسته وکړي  او مرستې به دوام ومومي .
دبريتانيا دبهرنيو چارو وزير زياته کړه   دلندن دکنفرانس  جوړول  دافغانستان او دسيمې دخلکو لپاره دښې راتلوونکې دجوړولو لپاره استثنايي فرصت دى.
د افغانستان د جمهور رييس اقتصادي سلاکار او دماليې وزارت سرپرست  ډاکتر عمر زاخيل وال  په دې  کنفرانس کې له نړيوالې ټولنې سره دافغانستان داړيکو  بيا تعبيراوتعريف وکړ  او ويې ويل ، نړۍ بايد   په سيمه کې دفعال ځاى  دترلاسه کولو لپاره  هڅو کې  له ا فغانستان سره مرسته وکړي .
دلندن په کنفرانس کې دکاناډا استازي   دکابل بانک ددوسيې دبياپرانستلو  او ددرې ګونو محکمو دحکم دهرکلي په ترڅ کې وويل :  چې کاناډا به  تر٢٠١٧ ميلادي کال پورې  دافغانستان له امنيتي ځواکونوسره  ددرې  سوه پنځوس مليونو ډالرو مرسته وکړي .
دغه راز دسعودي عربستان دبهرنيو چارو  وزارت مرستيال  په دې کنفرانس کې   دسولې  دهر اړخيز پروګرام په باب خبرې وکړې او ويې ويل  :  رياض  دملي وحدت دحکومت دپروګرامونو په تيره بيا  داصلاحاتو درامنځته کولو  اوپه خپلو پښو ددريدو په لور  ديون  په برخه کې   ملاتړ کوي .
دغه راز داسلامي هېوادونو د کنفرانس دسازمان استازي دلندن په کنفرانس کې  خبرې وکړې  او  ويې ويل :   چې دغه سازمان به  دسولې  له هغه بهيرسره ملاتړ وکړي چې د افغانانو په مديريت ترسره شي .
دلندن په کنفرانس کې د چين استازي  يادونه وکړه  چې هېواد يې  تر  ٢٠١٦ ميلادي  کال پورې  له افغانستان سره   د دوو ملياردو يوانو  مرسته کوي  اوپه کال کې  پنځه سوه  تحصيلي بورسونه به دافغانستان دمحصلانو په واک کې ورکړي .
ده وويل :  موږ دافغانستان له  جمهوررييس  محمداشرف غني سره  ژمنه کړې ده  چې دانرژۍ دليږدونې  او دکانونو درا ايستلو دپروژو کار به   ګړندى کړو.
دافغانستان په چارو کې دروسيې  دجمهوررييس  ځانګړي استازي ضميرکابلوف  په  دې  غونډه کې دوينا په ترڅ کې وويل :  له امنيت پرته پرمختګ  امکان  نلري .  له همدې امله روسيه  له افغان امنيتي ځواکونوسره همکارۍ ته  په خپل کاري لومړتيوب کې  ځاى ورکوي .
ده وويل :  روسيه  چمتو ده  چې دامنيتي ځواکونو په روزنه کې ونډه واخلي .
دقزاقستان دبهرنيو چارو وزير وويل :   چې قزاقستان  په بيلابيلو برخو کې  په افغانستان کې  دظرفيت دلوړولو  له يو پروګرام سره  دپنځوسو مليونو ډالرو پانګونه کوي .
ټاکل شوې ده   څو شيبې وروسته   دافغانستان جمهوررييس  محمداشرف غني  په دې نړيوال کنفرانس کې  خبرې وکړي او په بيلابيلو برخو کې دافغانستان د حکومت  مهم پروګرامونه بيان کړي .
په دې کنفرانس کې  داوويا هېوادونو  او دنړيوالو  سازمانونو  دبهرنيو چارو  وزيرانو او واکمنو استازو ګډون کړى دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته