روغتیا

د مشرانو جرګې د شکايتونو د اورېدو کمېسيون د ډاکټر جواد عثماني کارونه وستايل

کابل / د لیندی ۴ مه / باختر
د مشرانو جرګې د شکايتونو د اورېدو کمېسيون رييس ډاکټر زلمي زابلي د عامې روغتيا وزارت د سرپرست ډاکټر احمد جواد عثماني کارونه او خدمتونه، هغه ته د ستاينې لوحې په ورکولو سره وستايل.
د مشرانو جرګې د شکايتونو د اورېدو کمېسيون رييس د روغتيايي خدمتونو د وړاندې کولو په تېره بيا د ولايتونو د روغتيايي ستونزو د څېړنې په لاره کې د عامې روغتيا وزارت د سرپرست کارونه او هلې ځلې وستايلې.
ډاکټر عثماني د مشرانو جرګې د شکايتونو د اورېدو کمېسيون له رييس او غړیو څخه مننه وکړه او ژمنه يې وکړه چې د روغتيايي خدمتونو د وړاندې کولو د ښه والي په لاره کې به له هېخ راز هلوځلو څخه ډډه ونه کړي.
ډاکټر عثماني د ولايتونو د روغتيايي ستونزو د څېړنې لپاره تراوسه د هېواد ٢٢ ولايتونو ته سفر کړى دى او د دغو ولايتونو روغتيايي ستونزې له نږدې څېړلي دي.
ختم- ج- اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته