سیاست

د بغلان مدني فعالانو د انتخاباتو د کميسيون له تصميم څخه هر کلى وکړ

 کابل باختردزمري دمياشت١٣نيټه :
د بغلان ولايت د مدني ټولنې فعالانو په يوه غونډه کې د يوشمېراحتمالي نوماندانو د نومونو د حذفولو په باب د انتخاباتو د کميسيون له تصميم څخه خپل ملاتړ اعلام کړ.
د دغه بنسټ مسوول محمدعثمان شيرزي د انتخاباتو د کميسيون له تصميم څخه په ملاتړ او قدردانۍ سره د هغو کسانو دنومونو د حذفولو په خاطر چې په فساد، د دولتي  ځمکو په غصبولو، وژنې، زورواکۍ او له غيرمسوولو وسله والو کسانو سره په اړيکه کې تورن دي، هيله یې څرګنده کړه چې د انتخاباتو د کميسيون هوډ دقيق او د سندونو او شواهدو پراساس ولاړ وي.
ده د بغلان له اوسيدونکو څخه وغوښتل د هغو کسانو ملاتړ وکړي او پارلمان ته يې واستوي چې ښه سابقه ولري.
د روزنه اميد بنسټ مرستيال نيازبيګم نيازي هم د انتخاباتو له کميسيون څخه په ملاتړ سره وويل چې باید فساد يو ځل بيا د خلکو په برخليک واکمن نشي او له دولت څخه  يې وغوښتل د زورواکو او مصلحت کوونکو تر فشار لاندې را نه شي او د ملت کورته د تلو پړاوونه ووهي، پاک نفسي او خدمت کول خپل معيار وګرځوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته