امنیت

په فارياب کې يوماشوم شهيد او پنځه تنه نور ماشومان ټپيان شول .

کابل باختر د تلې  پنځه ويشتمه :
په فارياب ولايت کې پرون دماين دچاودنې  په دوو پيښو کې يو ماشوم شهيد اوپنځه تنه  نور ماشومان ټپيان شول .
دفارياب ولايت دعامې روغتيا رييس محمد نعيم مصمم  باختراژانس ته وويل چې دغه پيښې  دفارياب ولايت دپښتون کوټ ولسوالۍ دپه کته قلعه او دالمار ولسوالۍ په ګوپي  سيمه کې رامنځته شوه .
ده وويل چې ددغو پيښو ټپيان تر درملنې لاندې دي .
دفارياب دوالي وياند  وسله وال مخالفان ددغو پيښو عامل بولي .
ختم_ ف _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته