کابل باختر د ليندۍ اوولسمه :
د افغانستان او استراليا ترمنځ د سياسي سلامشورو لومړۍ غونډه پرون د دواړو هېوادونو د جګپوړو مقاماتو ترمنځ په کانبيرا کې جوړه شوه .
د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت سياسي معين حکمت خليل کرزي په دې غونډه کې د افغانستان د هيئت رهبري کوله .
د بهرنيوچارو وزارت د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
دا په ١٩٦٩ ميلادي کال کې په نا استوګن ډول د سياسي اړيکو له ټينګښت وروسته د دواړو هېوادونو د جګپوړو مقاماتو لومړۍ ګډه غونډه ده .
افغانستان او استراليا په ٢٠٠٥ او ٢٠٠٦کلونوکې په ترتيب سره په کانبيرا او کابل کې خپل سفارتونه جوړ کړل او په ٢٠١٢ کال کې يې د پراختيايي چوکاټ موافقه ليک لاسليک کړ .
په دې غونډه کې د دواړو هېوادونو د سياسي اړيکو، له خلکو سره د خلکو د اړيکو او د دواړو هېوادونو ترمنځ داقتصادي اړيکو په باب غور او خبرې وشوې .
په دې غونډه کې دغه راز له تروريزم سره د مبارزې په برخه کې په زياتو نړيوالو همکاريو، په افغانستان کې د سولې او ټيکاو په تامينولو او په نړيوال ډګر کې د دواړو هېوادونو پر همکاريو باندې ټينګار وشو .
حکمت خليل کرزي وويل: د ٢٠١٧ميلاديکال په لومړيو وختوکې د افغانستان د جمهور رييس له سفر وروسته، د افغانستان او استراليا ترمنځ د همکاريو نوى په باب پرانستل شو چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ميشتو اړيکو په ژورتيا کې د پاملرنې وړ ټکى بلل کيږي .
دغه غونډه د دغه سفر طرحې او تصميمونه او د دواړو هېوادونو ترمنځ د مثبتو او اغيزمنو اړيکو په ټينګښت کې نور نوښتونه څيړي او تعفيبوي يې.
د استراليا د بهرنيو چارو وارت معينې او د دغې غونډې ګډې رييسې ميرمن پني ويليامز، نننۍ سياسي غونډه يو په وخت او مناسب اقدام وباله او له نړيوال تروريزم سره د مبارزې په بهيرکې يې د استراليا په رول باندې ټينګار وکړ .
ميرمن پني ويليامز د افغانستان په وړاندې د استراليا د سياست دريځ چې د استراليا د بهرني سياست په وروستۍ ټولګه کې خپور شوى دى؛ هم بيان کړ او د اوږدمهالو همکاريو لپاره يې د خپل هېواد د ملاتړ خبر ورکړ .
وپتيله شوه چې د دواړو هېوادونو ترمنځ مشورتي غونډه دې له دې وروسته په نوبتي ډول او کال په کال د دغو هېوادونو په يوه پايتخت کې جوړه شي او منسجم ډول دې د امنيت، اقتصاد، فرهنګ او د سيمې په برخه کې د مهمو مسئلو په باب غور او خبرې وشي .
ختم- ف _ اکرم
0 2 دقیقې لوستل