کابل باختر د وري ٢٥:
دکليو دبيا جوړولو اوپراختيا وزارت دولسي تړون ملي پروګرام په پروان ولايت کې ددوه سوه ټولګټو پروژو دجوړولو کار پيل کړ .
دکليو دبيا جوړولو اوپراختيا وزارت دولسي تړون ملي پروګرام دعامه اطلاعاتو ادارې باختراژانس ته وويل په دغو پروژو کې دڅښاک داوبو شبکو ، دڅاګانو کيندل ، داوبو کانالونه ساتنيز او استنادي ډيوالونو ، پل او دسړکونو جوړول شامل دي .
ددغو پروژو کار دپروان ولايت په سياه ګرد ولسوالۍ کې ددوه مليونو اووه زره افغانيو په لګښت دکليو دبياجوړولو اوپراختيا وزارت دولسي تړون دملي پروګرام له خوا ترسره شوي دي .
ددغو ټولګټو پروژو دکار په بشپړيدو سره پنځلس زره کورنى له اسانتياوو څخه يې ګټه واخسته .
ختم_ عطاالله_ اکرم
2 د یوې دقیقې څخه لږ