امنیت

شپږتنه وسله وال طالبان په نورستان کې ووژل شول .

کابل باخترد تلې دمياشتې   ٣:
شپږ تنه وسله وال طالبان تيره شپه په نورستان  ولايت کې  دنښتو په بهيرکې  ووژل شول .
دغه  جګړه دډيورند کرښې ته څيرمه هغه وخت ونښته چې يوې ډلې وسله والو طالبان دسرحدي پوليسو په يوې قرارګاه بريد وکړ.
دسرحدي پوليسو يوه جګپوړي قوماندان دباخترآژانس خبريال ته وويل   چې په دې  جګړه کې شپږ تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
ده تائيد کړه چې يرغلګرو دډيورند له کرښې اخوا څخه دسرحدي پوليسو دسرتيرو په يوې قرارګاه بريدو کړ.
ويل کيږي چې په دې  جګړه کې پوځيانو او ملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته