امنیت

د پکتيکا زياتره ولسوالۍ د خيالي سرتېرو په مټ ساتل کېږي

ښرنه باختر د کب د مياشتې ٢٧ مه
د پکتيکا ولايت اوسېدونکي او د ولايتي شورا مسوولين وايي، چې په يو شمېر ولسواليو کې تشکيل شته خو پوليس نه شته چې معاش يې دامنيې قوماندانۍ د مسوولينو شخصي جيبونو ته ځي.
د پکتیکا د يحيی خېلو ولسوالۍ قومي مشر وکيل سردار د باختر اژانس سيمه ييز خبريال ته وويل چې په امنيې قوماندانۍ کې پوليسو ته خپل حق نه ورکول کېږي.
هغه وويل(( زموږ د معلوماتو له مخې په هرو لسو پوليسو کې د يوه پوليس معاش او اعاشه امنيې قوماندانۍ ته ورکول کېږي او د پاتې پوليسو اعاشه هم پوليسو ته نه رسېږي چې دې کړنې د پوليسو په روحيه بد تاثېر کړی او که څوک په دې اړه غږ پورته کړي له دندو ګوښه کېږي.
د ولايتي شورا غړى وکيل عزيز عزيز وايي: د پکتیکا ولايت د امنيې قوماندانۍ او د ولسواليو د پوليسو په تشکيلاتو کې په سلګونو خيالي پوليس شتون لري چې له امله يې وخت نا وخت د پوليسو امنيتي پوستې سقوط کوي.
هغه وويل: د ارګون ولسوالۍ د پوليسو تشکيل ۲۰۰ تنه دی خو اوس په ټوله ولسوالۍ کې ۷۰ تنه سرتېري هم شتون نه لري.
وکيل عزيز وايي اوس د پوليسو قوماندانان په وړتيا و نه بلکې د پيسو او واسطو په زور مقررېږي چې له امله يې په ډېری ولسواليو کې امنيتي وضعيت ګډ وډ شوی دی.
عزيز زياتوي چې د پکتيکا په ۱۸ ولسواليو کې خيالي پوليس شتون لري او په پاتې پوليسو کې د۱۰ پوليسو په سر د يوه پوليس اعاشه او معاش د امنيې قوماندان جيب ته ځي خو تر اوسه يې چا مخه نه ده نيولې.
هغه ونه ويل چې په پکتيکا کې به څومره خيالي پوليس شتون ولري خو زياتوي که د پکتيکا ولسواليو ته د پوليسو پوره تشکيل ورکړل شي په دې ولايت کې به امنيت ټينګ شي او پوليس به په قوي روحيې سره دنده ترسره کړي.
د مدني ټولنو د همغږۍ د دفتر مشر خورشيد امان کټوازي وويل چې د پکتيکا اوسېدونکي قوماندانان د جګړې په لومړۍ کرښه کې دي او ټوله قرباني دوی ورکړې خو بيا هم تر اوسه پورې د پکتيکا ډېرو کمو قوماندانانو ته رتبې ورکړل شوې دي.
کټوازى زياتوي هغه پوليس چې د نورو ولايتونو څخه دغه ولايت ته راغلي دي او د جګړې ډګر يې هم نه دی ليدلی رتبې اخلي.خو د دغه ولايت مېشت پوليسو ته هيڅ پاملرنه نه کېږي.
هغه د پکتيکا په امنيې قوماندانۍ غږ وکړ چې دې ستونزې ته دې د حل لار ولټوي خيالي پوليس دې په نښه کړي او پوليسو ته دې اعاشه او اکمالات په وخت ورکړ‎ي.
د پکتیکا ولايت د امنيت آمر سمنوال عبدالروف مسعود بيا وايي چې پوليسو ته اعاشه په وخت رسېږي کله ناکله دقرارداديانو له لوري د اعاشې په ورکړه کې څنډ راځي.
هغه وويل چې په پکتيکا کې ترډېره د خيالي پوليسو مخه نيول شوې او لا هم دغه لړۍ روانه ده.
د يادونې وړده چې درې مياشتې مخکې د پکتيکا په خير کوټ او جاني خېلو ولسواليو کې دوو پوستو سقوط وکړ چې د ځايي اوسيدونکو په وينا د سقوط لامل يې د خيالي پوليسو شتون وو،ځکه چې په هره پوسته کې درې تنو ملي پوليسو شتون درلود.
پاى _ وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته