امنیت

په فراه کې دطالبانو بريد په شاوتمبول شو .

کابل باختر د وږي  اته ويشتمه :
په فراه ولايت کې امنيتي او دفاعي ځواکونو وکولاى شول چې پربالابلوک  ولسوالۍ دطالبانو بريد په شا وتمبوي .
دفراه دوالي وياند محمد ناصر مهري باختراژانس ته خبرورکړ وسله والو طالبانو له څو اړخونو پربالابلوک  ولسوالۍ بريد وکړ چې طالبانو دغه بريد دبالابلوک ولسوالۍ دفراه رود په سيمه کې  دپوليسو پر امنيتي  پوستو کړى و چې دسردروند زيان ور واوښت .
مهري وويل په دې جګړه کې دپوليسو يوسرتيري شهيد او دوه تنه نور  پوليسان برسيرن ټپيان شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته