سیاست

مارشال محمدقسيم فهيم : موږ بايد په پرله پسي کارسره دغه ستونزې پاى ته ورسوو

کابل باختردثوردمياشتي ٩ نيټه :

دوزيرانو شورا دقوانيو ددايمي کميټې نوبتي غونډه  نن له غرمې مخکې د جمهوري رياست دلومړي مرستيال   او د دغې کميټې درييس مارشال محمدقسيم فيم په مشرۍ دصدارت دګلخانې په ماڼۍ کې جوړه شوه.

باختراژانس ته د جمهوري رياست دمطبوعاتي دفتر دمعلوماتوله مخې : په ننني غونډه کې  داستملاک  دقانون په طرحي  ، دعسکري منسوبينو دتنفذي بند دتيرولو دمقرري په طرحي اودتقنيني سندونو دپړاونو دبشپړولو دمقرري په طرحي  خبرې وشوې .

په پيل کې د جمهوري رياست  لومړي مرستيال دخلکو اوادارو داړتياوو اودځينو قوانينو اومقررو دنه شتون له پلوه دخلکو ترمنځ دستونزودشتون پربنسټ په ښه توګه ددغو چارو په څيړنې  باندې تينګار وکړ اوڅرگنده يې کړه چې موږ بايد په پرله پسي  کار سره دغه ستونزې پاى ته ورسوو.

دجمهوري رياست لومړي مرستيال زياته کړه چې  کميټه دى بايد په لازيات دقت سره  دقوانينو اومقررو دجزئياتو په باب پاملرنه وکړي چې په هغو کې  ځيني پيچلي زاويي اساني شي  چې له دى پلوه دهغو تطبيقونکو ته پوښتنې رامنځته نه شي .

دقوانينو د کميټې  په دى غونډه کې له اجنداسره  سم دعدليې وزير داستملاک  دقانون ، دعسکري منسوبينو دتنفيذي بند دتيرولو  دمقرري اودتقنيني سندونو دپړاونو دبشپړولو دمقرري طرحي دغونډې غړو ته وړاندي کړې.

دوزيرانو شورا دقوانينو دايمي کميټې ددرې واړو وړاندي شويو طرحو په باب په هراړخيزو خبرو سره تشخيص کړه چې داستملاک  دقانون طرحه لاتر اوسه پورې ځيني نيمګړتياوي لري اوپه دې باب مشخصي نظريې اوپيشنهادونه وړاندي شول  .

غونډې دوړاندي شويو پيشنهادونو پربنسټ پريکړه وکړه چې دجمهوري رياست  دلومړي  مرستيال په مشرۍ اودښار جوړولو دچارو ، فوايد عامې ، کرنې  اوداوبولګولو  ، انرژي اواوبو، کانونو ، عدليې ، پوهنې  او دکورنيو چارو  دوزيرانو دسيمه ييزو ارګانونو  دخپلواکي اداري درييس  په عدلي  اوحقوقي چارو کې دسلاکار وزير محمداشرف رسولي دعدلي او د حقوقي  مشورتي بورد رييس اودافغانستان دسو داګرو له خونو څخه دآذرخش حافظي په ګډون يوه کميټه   دى  دغه طرحه  بيا وڅيړي اودغونډې دغړو له خوا دو ړاندي شويو نظريو اوپيشنهادونو په پام کې نيولوسره دى نيمګړتياوي يې لري کړي اودقوانينو دکميټې غونډې ته دى وړاندي کړي.

غونډې دغه راز دعسکري منسوبينو دتنفيذي بنددتيرولو دمقرري اودتقنيني  سندونو دپړاونو دبشپړولو دمقرري طرحه تائيدکړې او دراتلوونکو پړاونو دبشړولو په مقصد يې دوزيرانو شورا ته وسپارل.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته