دکويټې ښار ډان باختر د ثور دمياشتې ٦ :
د بلوچستان ايالت په سيدي ناحيه کې د چاودنې له امله څه ناڅه ٤ تنه ووژل شول او ١٨تنه نورټپيان شول.
د پاکستان د ډان ورځپاڼې د خبرله مخې :
دغه پيښه د هغه بم د چاودنې زيږنده ده چې د ناپيژاندوکسانو له خوا په يوه بايسکل کې ځاى پرځاى شوى و.
پوليس وايي چې د دې پيښې ټول قربانيان ملکي وګړي وو او زياته يې کړه چې په دې چاودنه کې څو کورونو او پلورنځيو ته هم زيان اوښتى دى.
4 د یوې دقیقې څخه لږ