ټولنه

درې ويشتو ځوانانو او پيغلو د واده مراسم پرځاى کړل

کابل باختردتلي  ديرشمه
درې ويشتو ځوانانو او پيغلو نن په کندز ولايت کې په يوه ډله ييزه غونډه کې د واده مراسم  پرځاى کړل .
دکندز له ولايت څخه دباختر اژانس دخبريال دخبر له مخې، د واده دغه مراسم دخير غوښتونکو او دمتفکرو اشخاصو په مرسته دکندز ښار په پامير هوټل کې پرځاى شول .
  دغه پيغلې او ځوانان له لسوکلونو راپدېخوا داقتصادي کمزورتيا له امله بې واده پاتې شوي و .
  ويل کيږي چې په دې غونډه کې په هرې پيغلې  او ځوان د جهزيې په ګډون اتيا زره افغانۍ  لګيدلى دى .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته