سیاست

د بهرنيو رسنيو يو شمېر خبريالان کابل ته راورسيدل

کابل – باختر دوري دمياشتې ١٤
يو شمېر بهرني خبريالان د انتخاباتو د بهير د تر پوښښ لاندې نيولو مقصد نن کابل ته راورسيدل.
دکابل د نړيوال هوايي ډګرڅخه د باختر آژانس دخبريال دخبرله مخې: دغه خبريالان د امريکا غږ، د روسيې د ايترتاس او د آلمان د مشهورو رسنيو په ګډون د نړۍ له مشهورو رسنيوڅخه دي چې د انتخاباتو د بهير د خبري پوښښ په مقصدکابل ته راغلي دي.
ټاکل شوې ده د افغانستان د جمهوري رياست او د ولايتي شوراګانو انتخابات د وري د مياشتې په ١٦نيټه د شنبې په ورځ ترسره شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته