نړۍ

په بلجيم کې د امنيتي خبرداري کچه ډيره لوړه شوې ده

بروکسل-بى بى سي- باختر د ليندي لومړي نيټه :
د بلجيم حکومت د دغه هېواد په پايتخت بروکسل کې د امنيتي خبرداري کچه ډيره لوړه کړې ده.
د بلجيم د حکومت دغه اقدام د دې معنا لري چې جدي او نږدې راتلوونکى خطر د دغه هېواد پايتخت ګواښوي.
د بلجيم صداعظم شارل ميشل ويلي دي: ترلاسه شوي اطلاعات ښيي چې په بروکسل کې هغه څه ته ورته بريد چې يوه اوونۍ مخکې په پاريس کې ترسره شو؛ امکان شته .
د بلجيم مقاماتو ويلي دي چې په دې وروسيتو وختوکې د يوه نيول شوي په کورکې وسله ترلاسه شوې ده.
د بروکسل تر ځمکې لاندې اورګاډي او مترو څه ناڅه تر نن غرمې پورې تعطيل شوي او د فوټبال څو لوبې هم لغوه شوې دي.
د بلجيم د کورنيو چارو وزارت له خلکوڅخه سپارښتنه کړې ده چې په ايمني لارښوونو عمل وکړي او د ورزشي لوبو، کنسرتونو  د اورګاډو د تمځايونو او هوايي ډګرونو په شان په ګڼ ميشتو ځايونوکې له شتون څخه ډډه وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته