کابل باختر د وري څلور ويشتمه :
اووه تنه تروريست طالبان پرون په غزني ولايت کې دملي اردو دځواکونو په چاڼيزو عملياتو کې ووژل شول .
دملي دفاع وزارت د وياند مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ: دغه عمليات دغزني ولايت دمقر ولسوالۍ په مربوطاتو کې ترسره شول چې له امله يې اووه تنه تروريست طالبان ووژل شول يوشمير ټپيان او يوشمير نور يې هم ونيول شول .
په دغو عملياتو کې يوه اندازه وسله ، ددرندو وسلو مهمات او نور پوځي تجهيزات په عملياتو کې دشاملو ځواکونو لاس ته ورغلي دي .
ديوبل خبر له مخې، دوسله والو طالبانود ډلې دوه تنه مشهور قوماندانان دلوګر ولايت دمحمد اغې ولسوالۍ په مربوطاتو کې دملي اردو دځواکونو په چاڼيزو عملياتوکې ټپيان شول .
دغه قوماندانان په لوګر کې دتروريستي فعاليتونو په طرحه کولو بوخت وو،
0 1 دقیقه لوستل