امنیت

د ډار اچوونکو له شتون څخه په بشپړه توګه د فارياب ولايت دغورماچ ولسوالۍ پاکول

کابل باختر د تلي نهه ويشتمه :
  د فارياب ولايت د غورماچ ولسوالۍ په بشپړه توګه د ډار اچوونکو له شتون څخه پاکه شوه .
دغه ولسوالۍ څه موده مخکې د وسله والو طالبانو په پراخ بريدکې د دغې ډلې لاس ته ورغلې وه او اوس په نويو را رسيدلو  خبرونوکې ويل شوي دي چې د غورماچ ولسوالۍ د جمهوري رياست د لومړى مرستيال جنرال عبدالرشيد دوستم په مشرۍ په پوځي عملياتوکې د وسله والو طالبانو له شتون څخه پاکه شوې ده .
ده وويل چې په دغو عملياتوکې د کوماندو ځواکونو، د ملي اردو او پوليسو منسوبينو او د جنرال دوستم  ځانګړو  ځواکونو برخه لرله.
  د وسله والو طالبانو له خوا په بشپړه توګه د غورماچ ولسوالۍ د نيول کيدو په وروستيو شيبوکې دملي اردو يو پوځي ټولګى د طالبانو له کلابندى څخه خلاص شو .
د جمهوري رياست لومړي مرستيال په خپله دغې پوځي قرارګاه ته لاړ او د طالبانو په وړاندې کلابندي کې يې د پوځيانو مقاومت وستايه .
په فارياب کې پوځي مقامات وايي چې د غورماچ د بېرته نيولو په عملياتوکې په لسګونو تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته