امنیت

درې تنه سيمه ييز پوليسان شهيدان شول

کابل باختر  د چنګاښ ٢٦ :
درې تنه سيمه ييز پوليس د پکتيکا ولايت په سر روضې ولسوالۍکې له طالبانوسره د نښتې په بهيرکې شهيدان شول.
په دې نښته کې څلور تنه وسله وال طالبان هم وژل شوي دي .
د سر روضې ولسوال رازمحمد مخلص باخترآژانس ته وويل: دغه جګړه پرون مازيګر د دغې ولسوالۍ د مارزکو په سيمه کې هغه وخت ونښته چې سيمه ييز پوليسو د وسله والو طالبانو له کمين سره مخامخ شول.
دمخلص دڅرگندونوله مخې: په دې نښته کې څلور تنه وسله وال طالبان ووژل شول او درې تنه سيمه ييز پوليسان شهيدان شول.
د سر روضې د ولسوال د څرگندونوله مخې: د دغې نښتې په بهيرکې يو سيمه ييزپوليس او دوه تنه وسله وال طا لبان ټپيان شول.
مخلص وويل: د دوو تنو  طالبانو مړي د پيښې په سيمه کې پاتې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته