امنیت

شپږديرش وسله وال طالبان ووژل شول .

کابل باختر د غبرګولي لومړي :
دهيواد په يو شمير ولايتونو کې دملي اردو دمنسوبينو دچاڼيزو عملياتو په پايله کې  ٣٦ تنه وسله وال طالبان ووژل شول
باختراژانس ته دملي دفاع وزارت دمطبوعاتي دفتر دمعلوماتو له مخې دغه عمليات دکاپيسا ، ننګرهار ، ميدان وردګ ،  زابل ، هرات ، کندز ، بدخشان او هلمند ولايتونو په مربوطاتو کې دملي اردو منسوبينو سرته ورسول چې په پايله کې يې ٣٦ تنه وسله وال مخالفين ووژل شول لس تنه ټپيان او ٧٠ تنه مشکوک کسان ونيول شول چې يوه اندازه مهمات ترې هم ترلاسه شوى دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته