امنیت

دطالبانو يو قوماندان له افرادو سره يې ووژل شو

کابلباختردميزان٦
په ميدان وردګو ولايت کې تېره شپه دسيمه ييزو طالبانو يوقوماندان اودهغه دوه تنه افراد ووژل شول.
دميدان وردګو د والي ويندوى عطاءالله خوږياڼي ددغه خبر په تائيدولو سره باخترآژانس ته وويل: دغه کسان د ميدان وردګو ولايت د جلريز ولسوالۍ د علي خيلو په سيمه کې د ناټو د ځواکونو د هوايي عملياتو له امله ووژل شول.
خوږياڼي وويل: په وژل شويوکې د سيمه ييزو طالبانو يو قوماندان ملا دل آقاهم شامل دى.
خوږياڼي څرګنده کړه چې ملا دل آقا د ميدان وردګو او باميانو په لاره کې د ورانکارو فعاليتونو، د سړي تښتونې او د مسافرينو په ځورونو کې لاس درلود.
ده وويل چې د ملا دل آقا او د هغه د افرادو په وژل کيدو سره به ددغو لارو امنيتي حالت ښه شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته