کابل باخترد وږي پنځلسمه :
په بلخ ولايت کې ١٣ تنه ملکي وګړي د ناپيژاندو وسله والوکسانو له خوا په ډزو سره ووژل شول .
ناپيژاندو وسله والو کسانو د بلخ ولايت په زارع ولسوالۍ کې دوه مسافر وړونکي موټرونه ودرول او د سپرلۍ له جملې څخه يې ١٤ تنه چې يوه يې ښځه وه؛ له دغې پيښې څخه روغ رمټ پاتې شول او ١٣ تنه نور يې په ډزو سره وژلې دي .
دبلخ ولايت دامنيې قوماندانۍ دامنيت آمر باخترآژانس ته خبر ورکړ: ددغې پيښې ټولو قربانيانو په هزاره قوم پورې اړه درلود او د بلخاب او زارع د ولسواليو اوسيدونکي وو.
د بلخ د ولايتي شورا رييس وايي: دغه کسان د دوو کرولا او سراچه موټرو په سپرلۍ له زارع ولسوالۍ څخه د کشنده ولسوالۍ په لور روان وو چې د زارع ولسوالۍ په جلګه سيمه کې دغه پيښه رامنځته شوه .
0 1 دقیقه لوستل