امنیت

د طالبانو له شتون څخه د فارياب د دوو ولسوالیو پاکول

میمنه باخترد لیندۍ ۲۶ مه
په فاریاب کې څه د پاسه شل کوچني او لوی کلي د طالبانو له شتون څخه پاک شول.
دغو کلیو د اندخوی او قرغان په ولسوالیوکې د پوځیانو د ګډوعملیاتوپه بهیرکې پاک شوي دي او د وسله والو طالبانو د ډلې له خوا د خواجه سبزپوش ولسوالۍ لپاره د نومول شوي ولسوال په ګډون ١٦ تنه طالبان ووژل شول او په لسګونو تنه نوريې ټپیان شول .
د باختر آژانس د سیمه يیز خبریال د خبرله مخې: په دغوعملیاتوکې طالبانو ته د سرد زیان په اوښتو سربېره د دوی د مهماتو یوه ډيپو هم ویجاړه شوې ده او دغه راز په دغو ولسوالیو کې د کور په کور پلتڼې هم دوام لري.
ختم/ ع 

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته