کابل باختر دوږي دمياشتې ٦ :
نهه تنه وسله وال طالبان په فارياب ولايت کې د جګړې په بهيرکې ووژل شول.
دغه جګړه نن سهار د قيصار ولسوالۍ بازار ته څېرمه هغه وخت ونښته چې يوې ډلې يرغلګرو د امنيتي ځواکونوپه کاروان بريد وکړ.
په فارياب ولايت کې د ملي اردو يوه قوماندان دباختر آژانس خبريال ته وويل چې په دې جګړه کې نهه تنه وسله وال طالبان ووژل شول.
ده وويل: په تروريستانو د امنيتي ځواکونوله خوا هغه وخت ډزې وشوې چې دوى د امنيتي ځواکونوپه کاروان بريد وکړ.
ويل کيږي په دې جګړه کې سرتيرو او د سيمې اوسيدونکو ته زيان نه دى اوښتى.
1 د یوې دقیقې څخه لږ