امنیت

په کابل کې سخته چاودنه وشوه .

کابل باختر دزمري  يوولسمه :
تيره شپه دکابل ښار دنهمې امنيتي حوزې په مربوطاتو کې سخته چاودنه وشوه .  دغه چاودنه دتيرې شپې په يوه بجه او پنځلسو دقيقو دنارت کيټ ميلمستون ته څيرمه چې په بهرنيو پوځيانو پورې اړه لري  شوې ده .  باختراژانس ته د رسيدلو خبرونو له مخې،  دغه چاودنه دځانمرګي بريد زيږنده ده چې ځانمرګي يرغلګر په چاوديدونکو توکو بارلارې موټر  څخه په استفادې دنارت ګيټ ميلمستون  ته څيرمه ترسره کړې ده .  له دغې چاودنې  وروسته  امنيتي ځواکونو ساحې ته ورودانګل او دپيښې  سيمه يې کلابنده کړه .   ځينو عيني شاهدانو وويل چې له چاودنې وروسته  يې دسپکو وسلو ډزې اوريدلې دي .
دکابل دپوليسو يوه مسوول وويل  ښايي چې څلور تنه ځانمرګي يرغلګر ددغه هوټل شاوخوا کې پټ شوي دي .
   تراوسه پورې په دغه ميلمستون  کې  مرګ ژوبلې  دجزئياتو په باب  خبر نه دى ترلاسه شوي خو چاودنه دومره سخته وه چې غږ يې په لرو سيمو کې  هم اوريدل شوي دي .
دطالبانو ډلې ددغه بريد مسووليت په غاړه اخستى دى .
د نارت ګيټ ميلمستون  دڅرخي پله واټ ته څيرمه  ددسپچري  په ساحه کې  موقعيت  لري چې له چاودنې وروسته دکابل ښار  دځينو سيمو دبريښنا بهير هم وځنډيد  خو له نيم ساعت وروسته بيا تامين شو .  يوشمير  ښاريانو ويلي دي چې تراوسه پورې ددوى بريښنا نه ده ثابته شوې .
درې کاله مخکې  هم ډار اچوونکو په همدې ميلمستون بريد کړى و چې له امله يې دميلمستون پنځه تنه ساتوونکي ووژل شول .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته