امنیت

دوسلو اومهماتو يوه ډيپو کشف شوه .

کابل باختر دکب پنځه ويشتمه :
دملي امنيت دلوى رياست موظفينو په ننګرهار ولايت کې دتروريستانو  دوسلو او مهماتو ستره ډيپو کشف کړه .
دملي امنيت دلوى رياست مطبوعاتي دفتر دباختراژانس خبريال ته وويل: دملي امنيت دلوى رياست دموظفينو په ځانګړو عملياتو کې دتروريستانو دوسلو اومهماتو يوه ستره ډيپو چې  د اووه ار-پي -جي ، اووه توغندي ويشتوونکي ، څلور داشکې ، دوه کلاشينکوفونو ،  ١٤ مخابرې ، ١١٠  زره امريکايي ډالره نغدې پيسې او د ډول ډول وسلو په زرګونو ګولۍ  او دغه راز دفلم بردارې درې کمرې او دپوځي بيلابيلو عداوات پکي شامل دي دتروريستي  بريدونو په خاطر دجلال ابادښار دويمې ناحيې ته څيرمه په يوه خصوصي  ښوونځي کې په ماهرانه ډول ددغه ولايت په يوه ګڼ ميشته سيمه کې پټ  وو کشف او ترلاسه کړي دي دپيښې په اړوند دوه تنه نيول شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته