روغتیا

د ملګروملتو سازمان په ننګرهار کې له کرونا ويروس سره د مبارزې په لاره کې مرسته کوي

٧- کابل/ د ليندۍ ٦مه /باختر
د مهاجرينو په چارو کې د ملګروملتو د سازمان عالي کميشنرۍ اعلام وکړ په ننګرهار کې د کرونا له مرګانى ناروغۍ سره د مبارزې په لاره کې مرسته کوي.
ټاکل شوې ده دغه اداره د ننګرهار خلکو ته د پوهاوي ورکولو ترڅنګ د کرونا ناروغۍ د مخنيوي او درملنې د لارو چاروپه برخه کې د دغې ناروغۍ د درملنې د مرکزونو په جوړولولاس پورې کړي.
په افغانستان کې د مهاجرينو په چارو کې د ملګروملتو د سازمان د عالي کميشنرۍ د مهاجرينو د برخې مسوول ويليم ايجالو د ننګرهار د عامې روغتيا له رييس سره په کتنه کې وويل چې د ننګرهار په ځينوسيموکې د کرونا ناروغانو ته د درملنې مرکزونه جوړوي او هغه په پرمختللو طبي وسايلو سمبالوي.
ايجالو دغه راز وويل چې ننګرهار خلکوته د کرونا ويروس د مخنيوي او درملنې په برخه کې د پوهاوي ورکولو په لاره کې هم مرسته کوي.
د ننګرهار د عامې روغتيا رييس نصير احمد دراني باختراژانس ته وويل چې د دغه ولايت په ځينوسيموکې د کرونا ناروغۍ د درملنې د مرکزونوجوړول له کرونا ويروس سره د جدي مبارزې په لاره کې له دوي سره مرسته کوي.
همدا اوس په ننګرهار کې د کرونا ويروس د درملنې دوه مرکزونه شته چې نشي کولاى د دغه ولايت د ناروغانو ځواب ورکوونکي وي.
د ملګروملتو سازمان په داسې حال کې په افغانستان کې له کرونا سره د مبارزې په لاره کې خپلې مرستې زياتي کړي دي چې هېواد د دغې وژونکي ناروغى د دويمې څپې ډګر دى.
د افغانستان د عامې روغتيا وزارت په اندېښنې سره له خلکوغوښتي دي چې د کرونا په ناروغى د اخته کېدو د مخنيوي لپاره روغتيايي لارښوونې په پام کې ونيسي.
ختم_ ج _اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته