امنیت

په ننګرهار کې داعشيانوته دسردروندزيان اوښتى دى .

کابل باختر د کب  پنځمه :
د ننګرهار ولايت دداعشيانو په سنګرونو دهوايي او ځمکنيو بريدونو دنويو څپو ډګر و .
  دغه بريدونه په تيرو ٢٤ساعتو کې دننګرهار ولايت دهسکې مينې  ، اچين اودکوټ دولسواليو په مربوطاتو کې دداعشيانو په سنګرونو ترسره شوي دي چې له امله يې يو څلويښت تنه داعشيان وژل شوي دي او يوزيات شمير نور يې ټپيان شوي دي .
دننګرهار دوالي وياندعطاالله خوږياني باختراژانس ته وويل چې په دغو بريدونو کې ډار اچوونکو داعشيانو ته په مرګ ژوبلې برسيره دهغوى څو پټنځي  اودجنګي  وسايلو ډيپوګانې هم له منځه وړل شوي دي
ده وويل دننګرهار ولايت  امنيتي ځواکونو نن سهار دڅلورو ماينونو په کشف او شنډولو سره دڅو خونړيو پيښو مخه ونيوله .
دغه ماينونه په ګڼ ميشتو لارو کې ښخ کړى شوي وو .
خوږياني وويل په دغو بريدونو کې سرتيرو او ملکي وګړوته دسرزيان نه دى اوښتى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته